Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 کور ته په ننوتو يې ماشوم د خپلې مور مريم په غېږ کښې وليدو او ورته په سجده پرېوتل. پس له هغې يې خپلې تيلۍ پرانستلې او هغۀ ته يې نذرانې پېش کړې چې په کښې سرۀ زر، او د خوشبويۍ دپاره لوبان او د مُر چيړ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 2:11
33 Iomraidhean Croise  

خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام.


د شيبا مَلِکه سليمان بادشاه ته هغه تُحفې پېش کړې کومې چې هغې راوړې وې، د څلور زره کېلو نه زيات سرۀ زر او په ډېر زيات مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى هم. هغې چې کومې مصالحې ورکړې هغه دومره زياتې وې چې هيچا هم دومره بيا ورنۀ کړې.


هغه يروشلم ته د يوې لوئې قبيلې سره راغله او د اوښانو يوه لويه قافله ورسره وه چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او ډېر سرۀ زر ورباندې بار وُو. کله چې هغه او سليمان مِلاو شول، نو هغې ورسره هغه ټولې خبرې اترې وکړې چې د هغې په ذهن کښې وې.


د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.


ستا د جامو نه د مصالحو، د پيپل او کيکر عطرو خوشبوئى راځى، ستا په ښکلې محلونو کښې سازونه د رباب تا خوشحالوى.


هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى، هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.


د بادشاه عمر دې ډېر شى د شيبا سرۀ زر دې هغۀ ته ورکړے شى، خلق دې تل د هغۀ دپاره دُعا وغواړى، او ټوله ورځ دې هغۀ ته د خُدائ پاک برکت ورکړے شى.


راځئ، چې عبادت او سجده وکړُو، راځئ، چې د مالِک خُدائ او د خپل خالق په حضور کښې په سجده شُو.


”دا ښې مصالحې واخله، شپږ کلو اوبۀ شوې خوشبوداره مُر، درې کلو خوشبوداره دارچينى، درې کلو خوشبودار لرګے،


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د دې خوشبودارو مصالحو يوه يوه برابره حِصه واخله، مُر، صدف، کنډ او سوچه لوبان.


چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟


د اوښانو غټې قافلې به تا له راشى، د ميديان او عيفه نه به اوښان راشى. هغوئ به د شيبا نه راشى او سرۀ زر او خوشبودارې مصالحې به راوړى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى.


بيا به هغه د ښو اوړو چې تېل ورسره ګډ وى او خوشبوئى ورباندې پرته وى د هغې نه دې يو موټے واخلى او په قربان‌ګاه باندې به يې د يوې نښې په توګه وسوزوى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده.


عيسىٰ لا د خلقو سره په خبرو لګيا وو چې د هغۀ خپله مور او وروڼه بهر ولاړ وُو او غوښتل يې چې د هغۀ سره خبرې وکړى.


نو په کشتۍ کښې ناست مريدان ورته په سجده شول او وې وئيل، ”بې‌شکه، چې تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“


هغوئ د ستورى په ليدو ډېر زيات خوشحاله شول.


او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے او د هغۀ عبادت کولو له راغلى يُو.“


هغوئ په منډه لاړل د مريمې او يوسف پته يې ولګوله او هغه ماشوم يې په اخور کښې پروت وموندلو.


نو په هغه ساعت هغه راغله او د خُدائ پاک شُکر يې وکړو. نو هغې هغه ټولو خلقو ته د هغه ماشوم په حقله خبرې وکړې چې د يروشلم د آزادۍ په اِنتظار وُو.


د هغۀ سره نيکوديموس نومې سړے هم ملګرے شو څوک چې عيسىٰ له د شپې ورغلے وو، او نيکوديموس تقريباً د پنځوس سېره د مُر چيړ سره د عُودو ګډ کړى راوړل.


نو بيا زۀ په دې د هغۀ په پښو کښې په سجده پرېوتلم خو ما ته يې ووئيل چې، ”نه، داسې مۀ کوه. زۀ هم ستا او ستا د وروڼو په شان يو خادِم يم چې د عيسىٰ ګواهى ورکوى. او صرف خُدائ پاک ته سجده کوه. کوم حقيقت چې د عيسىٰ په وسيله مونږ ته څرګند شو هم هغه نبيانو ته د پېشګويو الهام ورکوى.“


کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.


خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساؤل سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساؤل هيڅ جواب ورنۀ کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan