10 هغوئ د ستورى په ليدو ډېر زيات خوشحاله شول.
تاسو د هغۀ په مقدس نوم فخر وکړئ، او د چا زړونه چې د مالِک خُدائ لټون کوى هغوئ دې خوشحالى وکړى.
ټول قومونه دې ستا خوشحالى وکړى او د خوښې سندرې دې ووائى، ځکه چې تۀ د قومونو اِنصاف کوې او د دُنيا خلقو ته لارښودنه کوې،
کور ته په ننوتو يې ماشوم د خپلې مور مريم په غېږ کښې وليدو او ورته په سجده پرېوتل. پس له هغې يې خپلې تيلۍ پرانستلې او هغۀ ته يې نذرانې پېش کړې چې په کښې سرۀ زر، او د خوشبويۍ دپاره لوبان او د مُر چيړ وو.
د بادشاه په حُکم هغوئ روان شول او هغه ستورے چې دوئ په راختو ليدلے وو د دوئ په وړاندې روان وو او آخر په هغه ځائ ودرېدو چرته چې ماشوم پروت وو.
خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه. ما تاسو له يو ښۀ زېرے راوړے دے چې د ټولو خلقو دپاره به يوه لويه خوشحالى وى.
خو شپونکو په واپس تلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت بيانولو ځکه چې بلکل هر څۀ يې هغه شان وليدل او واورېدل لکه څنګه چې فرښتې ورته فرمائيلى وُو.
هغۀ دا موقع ورکړه چې په اوچتو مُلکونو حکومت وکړى، او هغوئ له يې د پټو د فصلونو خوراک ورکړو په هغوئ يې د يو ګټ نه شات وخوړل، د کاڼى په شان سختې زمکې نه يې د زيتُونو تېل ورکړل.