Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 19:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 زۀ تاسو ته وايم چې کۀ څوک بغېر د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپلې ښځې له طلاق ورکړى او بل وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 19:9
18 Iomraidhean Croise  

خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“


هغۀ د يهوداه په غريزه علاقه کښې علاقائى عبادتخانه جوړه کړې وه او د يهوداه او د يروشلم خلق يې بې‌لارې کړى وُو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟


ما بې‌وفا اِسرائيل ته د هغې د زناکارۍ په وجه طلاق نامه ورکړه او ومې شړله نو بيا ما وليدل چې د هغې خور يهوداه نۀ يرېدله. هغه هم بهر ووتله او زناکارى يې شروع کړه.


خو تا په خپله ښُکلا او شُهرت باندې بهروسه وکړه او خپل شُهرت دې د کنجرتوب دپاره استعمال کړو. ستا د کنجرتوب نه څوک هم په لار بچ نۀ شُو او خپل حسن دې باد کړو.


نو بيا تا خپله زناکارى د بابليانو مُلک پورې اوږده کړه، چې د سوداګرو مُلک دے، خو هغوئ هم ستا شوق پوره نۀ کړو.


لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.


مريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”کۀ د سړى د خپلې ښځې سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چې څوک دې بلکل وادۀ نۀ کوى.“


هغۀ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته د خپلې ښځې د پرېښودو اجازت ستاسو د زړونو د سختوالى په وجه درکړو، خو د شروع نه خبره داسې نۀ وه.


خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى.


کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى او هغه سړے څوک چې د طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.


زۀ خبر شوے يم چې ستاسو په مينځ کښې جنسى حرام کارى کيږى، بلکې داسې جنسى حرام کارى چې په بې‌دينه خلقو کښې هم نۀ کيږى. په تاسو کښې يو سړے دے چې د هغۀ خپلې ميرنۍ مور سره ناجائزه تعلقات دى.


د يوې ښځې چې ترڅو خاوند ژوندے وى هغه تر هغې د هغۀ پابنده ده، خو کۀ خاوند يې مړ شى نو هغه بيا آزاده ده خو صرف د ايماندار سره وادۀ کولے شى.


ښځه د خپل بدن اختيارمنده نۀ ده، بلکې اختيار د خاوند دے. هم دغه شان خاوند د خپل بدن اختيارمند نۀ دے بلکې د هغۀ ښځه ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan