Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 19:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغۀ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته د خپلې ښځې د پرېښودو اجازت ستاسو د زړونو د سختوالى په وجه درکړو، خو د شروع نه خبره داسې نۀ وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 19:8
14 Iomraidhean Croise  

په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.


نو په هغه وخت نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ زامن او د هغوئ ښځې کشتۍ ته وختل چې د سېلاب نه ځان بچ کړى.


نو خپل زړونه هغه شان مۀ سختوئ لکه څنګه چې تاسو په مريبه کښې سخت کړى وُو، او لکه څنګه چې تاسو د مسه په بيابان کښې سخت کړى وُو،


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“


هغوئ خپل زړونه لکه د هيرې سخت کاڼى په شان سخت کړل او هغوئ هغه حکمونو يا تعليماتو ته توجو نۀ ورکوله چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپل روح نه د پخوانو پېغمبرانو په ذريعه رالېږلى وُو، نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج سخت په قهر شو.


هغوئ دا اِعتراض وکړو چې، ”بيا موسىٰ ولې په شريعت کښې خاوند ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى؟“


زۀ تاسو ته وايم چې کۀ څوک بغېر د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپلې ښځې له طلاق ورکړى او بل وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى.“


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په دې وخت هم داسې کول په کار دى ځکه چې مونږ له دغه شان د خُدائ پاک صداقت پوره کول مناسب دى.“ او بيا يحيىٰ دا ومنله.


او پيريانو زارى ورته وکړه، ”کۀ چرې تۀ مونږ شړل غواړې نو مونږ د خنزيرانو دغې رمې ته ولېږه.“


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا حُکم هغۀ ستاسو د زړۀ د سختوالى په وجه وليکلو.


وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بې‌يقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو.


زۀ تاسو ته د دې اجازت درکوم خو حُکم نه.


داؤد د يزرعيل اخينوعم هم وادۀ کړې وه او دواړه يې ښځې شوې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan