Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 19:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو بيا دوئ دوه نه خو يو بدن وى. ځکه چې خُدائ پاک دوئ يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې هيڅکله هم نۀ جدا کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 19:6
10 Iomraidhean Croise  

چا چې خپل د ځوانۍ د وخت خاوند پرېښے دے او خپل لوظ يې هېر کړو کوم يې چې د خُدائ پاک په وړاندې کړے وو.


تاسو تپوس کوئ چې، ”ولې؟“ دا ځکه چې مالِک خُدائ ستا او ستا د ځوانۍ د ښځې په مينځ کښې ګواه دے، ځکه چې تا د هغې سره ټګى وکړه، اګر کۀ هغه ستا په ژوند کښې شريکه ده، او تا هغې سره نِکاح کړې ده.


”زۀ طلاق نه نفرت کوم،“ د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ فرمائى، ”او زۀ د هغه سړى نه نفرت کوم چا چې د ظلم جامې اغوستې وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”نو د خپل زړۀ خيال ساتئ، او ټګى مۀ کوئ.“


په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى.


هغوئ دا اِعتراض وکړو چې، ”بيا موسىٰ ولې په شريعت کښې خاوند ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى؟“


نو په دې وجه څوک چې خُدائ پاک يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې نۀ جدا کوى.“


د مِثال په طور په شريعت کښې يوه وادۀ شوې ښځه تر هغې د خپل خاوند پابنده ده ترڅو چې د هغې خاوند ژوندے وى، خو کۀ د هغې خاوند مړ شى نو بيا هغه د وادۀ د شرعى پابندو نه خلاصه شى.


هم دغه شان خاوندانو له په کار دى چې د خپلو ښځو سره داسې مينه وکړى لکه څنګه مينه چې د خپل بدن سره کوى. هر څوک چې د خپلې ښځې سره مينه کوى په حقيقت کښې هغه د خپل ځان سره مينه کوى.


په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan