5 په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى.
خو د يعقوب لور دينه د هغۀ نه زړۀ يوړو او هغه په هغې مئين شو او هغۀ د هغې سره خوږې خبرې وکړې.
زما وروره يونتنه، زۀ ستا په غم غمژن يم، تۀ په ما باندې څومره ګران وې. ستا مينه زما دپاره څومره ښۀ وه، د ښځو د مينې نه هم ښۀ وه.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له دا حُکم ورکړے وو چې د دې قومونو سره ودونه مۀ کوئ ځکه چې د دې په وجه به د بنى اِسرائيلو زړونه نورو خُدايانو ته واوړى، خو سليمان د غېرو قومو ښځو مينه نۀ پرېښودله.
اے شهزادګۍ، ما ته غوږ شه، څۀ چې درته زۀ وايم په هغې غور وکړه، د خپل پلار کور او خپل خلق هېر کړه.
ما خپل ځان تا پورې تړلے دے، ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم.
آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.
نو بيا دوئ دوه نه خو يو بدن وى. ځکه چې خُدائ پاک دوئ يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې هيڅکله هم نۀ جدا کوى.“
مينه دې بېريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.
ولې تاسو نۀ يئ خبر چې هر څوک چې کنجرې له لاړ شى نو هغه د هغې سره يو بدن شى؟ ځکه چې صحيفې وائى چې، ”دا دواړه به يو بدن شى.“
خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى.
ښځه د خپل بدن اختيارمنده نۀ ده، بلکې اختيار د خاوند دے. هم دغه شان خاوند د خپل بدن اختيارمند نۀ دے بلکې د هغۀ ښځه ده.
”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى.“
مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ. د هغۀ وفادار اوسئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ.
ما چې کوم حُکمونه درکړى دى په هغې باندې په ايماندارۍ سره عمل کوئ يعنې، مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ په لاره سم روان اوسئ او د هغۀ نه مۀ لرې کېږئ،
خو ستاسو هغه کسان چې د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک وفادار وُو، هغوئ تر نن ورځې پورې ژوندى پاتې دى.
کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله.
داؤد د يزرعيل اخينوعم هم وادۀ کړې وه او دواړه يې ښځې شوې.