3 نو ځينې فريسيان راغلل او د آزمېښت په طور يې ترې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى ته دا روا دى چې په هره وجه چې وى خپله ښځه طلاقه کړى؟“
فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“
د هغوئ يو عالم د آزمېښت دپاره دا تپوس وکړو،
نو ځينې فريسيان راغلل او ترې د آزمېښت په طور يې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى له دا روا دى چې خپله ښځه طلاقه کړى؟“
بيا هغوئ څو فريسيان او هيروديان ورولېږل چې عيسىٰ په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.
خو هغه د دوئ په منافقت پوهه شو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ولې زما د راګېرولو کوشش کوئ؟ ما له د سپينو زرو يوه سيکه راوړئ چې زۀ ورته وګورم.“
هغوئ د هغۀ د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو چې هغوئ د هغۀ خلاف څۀ اِلزام پېدا کړى. خو عيسىٰ ټيټ شو او په زمکه يې په ګوته څۀ وليکل.
خو چې د چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زۀ نه، بلکې مالِک حکم ورکوى، چې ښځه دې د خپل خاوند نه نۀ جدا کيږى.
چرته چې ستاسو پلار نيکۀ زما جاج او آزمېښت وکړو او تر څلوېښتو کالو پورې هغوئ زما کارونه وليدل.