26 خو عيسىٰ هغوئ ته وکتل او ورته يې وفرمائيل چې، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“
داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“
مالِک خُدائ هغه وعده پوره کړه چې کومه يې د الياس پېغمبر په ذريعه کړې وه او په منګى کښې نۀ اوړۀ او نۀ په لوښى کښې تېل ختم شول.
”ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې، او تا د خپل کار نه هيڅ څوک نۀ شى ايسارولے.
خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.
خُدائ پاک يو ځل وفرمائيل، نو ما بار بار واورېدل، چې خُدائ پاک زورَور دے،
اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، تا په خپل لوئ طاقت او قُدرت سره او په خپل زورَور لاس سره آسمان او زمکه جوړ کړل. ستا دپاره يو کار هم ناممکن نۀ دے.
”زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، او د ټولو مخلوقاتو رب العالمين يم. آيا داسې کار شته چې د هغې کول زما دپاره ناممکن وى؟
مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”کېدے شى چې د هغه وخت پاتې شوى خلقو ته دا ناممکنه ښکارى، خو آيا دا به ما ته هم ناممکنه ښکارى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”زما د طاقت څۀ حد شته؟ تۀ به زر وګورې چې ما څۀ وئيلى دى چې هغه کيږى او کۀ نۀ کيږى.“
مريدانو چې دا واورېدل نو حق حېران شول. هغوئ تپوس وکړو، ”نو بيا به څوک خلاصون ومومى؟“
په دې خبرې پطروس ووئيل چې، ”ګوره مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تاسو پسې روان شُو، نو هلته به زمونږ دپاره څۀ وى؟“
عيسىٰ هغوئ ته وکتل او وې فرمائيل، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“
ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې د بنى آدم دپاره ناممکنه وى هغه خُدائ پاک ته ممکن وى.“
او څوک چې د خُدائ پاک نه واوړى نو دا ناممکنه ده چې څوک هغوئ بيا توبه ويستلو ته راواړوى نو ځکه چې هغوئ په خپله د خُدائ پاک زوئ په دوېم ځل په سولۍ کوى او په خلقو کښې يې شرموى.
يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“