Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 19:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د آسمان بادشاهى هم د داسې خلقو ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 19:14
18 Iomraidhean Croise  

او چې اِسحاق د اتو ورځو شو، نو اِبراهيم هغه سنت کړو، هم هغه شان چې څنګه خُدائ پاک ورته حُکم ورکړے وو.


په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.


او ورته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې تاسو خپل ځان بدل نۀ کړئ او د ماشومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅکله هم په آسمانى بادشاهۍ کښې داخل نۀ شئ.


بيا هغۀ خپل لاسونه د هغوئ په سر د برکت دپاره راښکل او روان شو.


بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده.


”بختور دى هغوئ چې د روح غريبان دى ځکه چې د آسمان بادشاهى د هغوئ ده.


خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى د ماشوم په شان قبوله نۀ کړى هغه به په کښې هيڅکله هم ورداخل نۀ شى.“


اے زما وروڼو او خوېندو، په خپله پوهه کښې ماشومان مۀ جوړېږئ، بدۍ ته ماشومان شئ خو په پوهه کښې بالغان شئ.


خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې زۀ به اُميدواره شم او يو زوئ به مې وشى. هغۀ راته وفرمائيل چې مے يا شراب مۀ څښه او نۀ چې حرام څيز وخورې، ځکه چې تر کومې پورې هغه ماشوم ژوندے وى نو هغه به خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف وى.“


حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“


خو دا ځل حنه لا نۀ ړه. هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”ماشوم چې کله د مور د تى نه منعې شى نو زۀ به يې د مالِک خُدائ کور ته بوځم، چرته به چې هغه د نذير په حيثيت ټول عُمر تېروى.“


چې کله هغه د مور د تى نه منعې شو نو هغه يې سيلا ته بوتلو، ورسره يې يو درې کلن سخے، لس کېلو اوړۀ او يوه ډکه مشکيزه د ميو يوړه. او هغې په سيلا کښې د مالِک خُدائ کور ته سموئيل بوتلو اګر چې هغه لا وړوکے ماشوم وو.


په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan