10 مريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”کۀ د سړى د خپلې ښځې سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چې څوک دې بلکل وادۀ نۀ کوى.“
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يوه ښۀ ملګرې جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“
چا ته چې ښۀ ښځه مِلاو شوه دا د هغۀ دپاره خزانه ده، او هغه ورته د مالِک خُدائ د خوا نه برکت دے.
د جنګ ببره او سرتېزه ښځې سره د اوسېدو نه په صحرا کښې اوسېدل ښۀ دى.
دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په يو ګوټ کښې ځانله ژوند کوى نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسيږى.
د دې په جواب کښې عيسىٰ وفرمائيل چې، ”خبره داسې ده چې هر څوک يې نۀ شى منلے خو صرف هغه خلق چې خُدائ پاک ورته د زغملو طاقت ورکړے وى.
زۀ تاسو ته وايم چې کۀ څوک بغېر د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپلې ښځې له طلاق ورکړى او بل وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى.“
نو زۀ ناوادۀ کړو او کونډو ته دا وايم چې د هغوئ دپاره دا بهتره ده چې زما په شان ناوادۀ کړى پاتې شى.
هغوئ به خلق د وادۀ کولو نه منع کوى، او هغوئ به خلق د ځينې هغه خوراکونو نه منع کوى چې خُدائ پاک د دې دپاره پېدا کړى دى چې ايمان راوړونکى او حق پېژندونکى دې په شُکر ګزارۍ سره خورى.