Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 18:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 کۀ چرې ستا لاس يا پښه تا له تيندک درکوى، نو ځان نه يې پرې کړه او ګزار يې کړه ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ په ابدى ژوندون کښې شل ګوډ ننوځې، په ځائ د دې چې تۀ په دواړو لاسو پښو سم يې او ابدى اور ته واچولے شې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 18:8
22 Iomraidhean Croise  

نو بيا به تاسو خپل هغه بُتان چې په سرو زرو پټ وى او هغه بُتان چې په سپينو زرو پټ وى هغه به واخلئ او وايئ به چې، ”دا څۀ ګند دے.“ او بهر په ډيران به يې ګزار کړئ.


د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“


خپلو ټولو ګناهونو ته شا کړئ کوم چې تاسو کړى دى، او په خپل ځان کښې نوے زړۀ او نوے روح پېدا کړئ. تاسو ولې مړ کېدل غواړئ، اے د بنى اِسرائيل قومه؟


خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“


بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.


نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“


هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.


هغۀ چغې کړې، اے پلاره، اِبراهيمه. په ما رحم وکړه. دا لعزر راولېږه چې خپل د ګوتې سر په اوبو کښې لوند کړى چې زما ژبه پرې يخه کړى ځکه چې زۀ په دې اور کښې ډېر په عذاب يم.


شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.


هغوئ به د خُدائ پاک د قهر او د غضب مے وڅښى کوم چې هغۀ د خپل سخت غضب په پيالۍ کښې اچولى دى. هغوئ به د پاکو فرښتو او د ګډُورى په وړاندې په اور او د ګوګړو په شغلو کښې عذابولے شى.


خو د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې درج نۀ وُو هغوئ د اور په درياب کښې وغورزولے شول.


خو د ويرېدونکو، بې‌ايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan