34 د هغۀ مالِک ډېر غصه شو او دے يې د قېدخانې مشر ته حواله کړو ترڅو چې يې ټول قرض واپس کړے نۀ وى.
خو هغۀ ورسره ونۀ منله او په قېدخانه کښې يې واچولو ترڅو چې قرض واپس نۀ کړى.
ولې په تا کښې دومره سړيتوب نۀ وو چې په خپل ملګرى نوکر دې داسې رحم کړے وے لکه چې ما په تا وکړو؟
کۀ چرې تاسو خپل ورور د زړۀ د اخلاصه معاف نۀ کړئ نو زما آسمانى پلار به هم تاسو هر يو سره داسې کوى.“
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.