32 هغۀ دا نوکر راوبللو او ورته يې ووئيل چې اے بد کاره، چې کله تا ما ته مِنت وکړو نو ما درته ټول قرض وبخښلو.
نو د هغۀ د مالِک په زړۀ کښې هغۀ ته رحم راغلو هغۀ هغه آزاد کړو او قرض يې ورته وبخښلو.
نورو نوکرانو چې دا حال وليدلو نو ډېر خفه شول. هغوئ خپل مالِک له لاړل او ټوله قيصه يې ورته تيره کړه.
ولې په تا کښې دومره سړيتوب نۀ وو چې په خپل ملګرى نوکر دې داسې رحم کړے وے لکه چې ما په تا وکړو؟
مالِک ورته ووئيل، اے بدکاره نوکره، تا ته معلومه وه چې زۀ يې هلته رېبم چرته چې مې کَرلى نۀ وى او هلته يې راټولوم چرته چې مې تخم نوستلے نۀ وى؟
هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.