30 خو هغۀ ورسره ونۀ منله او په قېدخانه کښې يې واچولو ترڅو چې قرض واپس نۀ کړى.
هغوئ ته ووايه چې دې په قېدخانه کښې واچوى او د لږې شان روټۍ او اوبو نه بغېر دې هيڅ هم نۀ ورکوى ترڅو پورې چې زۀ په خېر سره واپس نۀ يم راغلے.“
کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.
نو هغه ملګرے نوکر يې په پښو پرېوتو او دۀ ته يې مِنت وکړو چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا قرض تا ته واپس کړم.
نورو نوکرانو چې دا حال وليدلو نو ډېر خفه شول. هغوئ خپل مالِک له لاړل او ټوله قيصه يې ورته تيره کړه.