26 سړے د خپل مالِک په پښو پرېوتو او وې وئيل چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا ټول قرض خلاص کړم.
نو هغه ملګرے نوکر يې په پښو پرېوتو او دۀ ته يې مِنت وکړو چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا قرض تا ته واپس کړم.
کور ته په ننوتو يې ماشوم د خپلې مور مريم په غېږ کښې وليدو او ورته په سجده پرېوتل. پس له هغې يې خپلې تيلۍ پرانستلې او هغۀ ته يې نذرانې پېش کړې چې په کښې سرۀ زر، او د خوشبويۍ دپاره لوبان او د مُر چيړ وو.
خو بيا يو جذامى وروړاندې شو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“
شمعون جواب ورکړو، ”زما په خيال چې کوم سړى ته يې زياتې وبخښلې.“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”بېشکه تۀ صحيح وائې.“
ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى.