Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 18:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 خو د هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو د هغۀ مالِک دا حکم وکړو چې هغه دې سره د ښځې، اولاد او هر څۀ مال حال چې لرى خرڅ کړے شى او قرض دې ترې پوره کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 18:25
9 Iomraidhean Croise  

د پېغمبرانو د يوې ډلې د يو پېغمبر کونډه اليشع له لاړه او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، زما خاوند مړ دے. لکه څنګه چې تا ته پته ده چې هغه د مالِک خُدائ نه يرېدو، نو ما له قرض‌خوا راغلے دے چې زما دوه زامن بوځى او خپل غلامان يې جوړ کړى.“


مونږ يهوديان د يو نسل نه يُو. ولې زمونږ بچى د هغوئ د بچو په شان نۀ دى؟ خو بيا هم مونږ مجبور يُو چې د خپلو بچو نه غلامان جوړوُو. زمونږ څۀ لوڼه د وړاندې نه د وينځو په توګه خرڅې شوې دى. مونږ په دې وجه بې‌مددګاره يُو چې زمونږ پټى او د انګورو باغونه زمونږ نه اخستے شوى دى.“


او ورته مې ووئيل، ”زمونږ چې څومره وس وى نو مونږ خپل هغه يهودى خپلوان واپس اخلو کومو چې خپل ځانونه په غېرو خلقو باندې خرڅ کړى دى. خو اوس تاسو خپل رشته‌داران او خپل خلق دې ته مجبوروئ چې خپل ځانونه په تاسو باندې خرڅ کړى.“ مشران خاموش ولاړ وُو او د وئيلو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وُو.


کۀ تاسو يو عبرانے غلام واخلئ، هغه به شپږ کاله ستاسو خِدمت کوى. او په اوؤم کال به بغېر د څۀ څيز درکولو نه آزاد شى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.


کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدونکے اِسرائيلے دومره غريب شى چې هغه خپل ځان په تاسو باندې د يو غلام په توګه خرڅ کړى، نو د هغۀ نه به د يو غلام کار نۀ اخلئ.


نو په اول سر کښې يو سړے داسې پېښ شو چې د هغۀ قرضه په لکونو کښې وه،


د دواړو سره د قرض ورکولو هيڅ درک نۀ وو نو دواړو ته يې وبخښل. نو اوس ووايه چې په دې دواړو کښې به د هغۀ سره زياته مينه کوم يو کوى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan