23 نو په دې وجه د آسمان بادشاهى لکه د هغه بادشاه په شان ده چې يو ځلې يې د خپلو نوکرانو سره حساب شروع کړو،
عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان بادشاهى داسې ده چې يو سړے په خپل پټى کښې ښۀ تخم وکَرى.
او يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان د بادشاهۍ مِثال د شړشمو د هغه تخم په شان دے کوم چې يو سړى راواخستو او په خپل پټى کښې يې وکَرلو.
عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“
بيا د آسمان بادشاهى د هغه جال په شان ده چې سمندر ته واچولے شو او په کښې رنګارنګ ماهيان راګېر شُو.
بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو اُستاذ زده کړې ته کښېناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزونه راوباسى.“
نو په اول سر کښې يو سړے داسې پېښ شو چې د هغۀ قرضه په لکونو کښې وه،
”په هغه وخت به د آسمان بادشاهى د لسو پېغلو په شان وى چا چې مشعلونه واخستل چې د وادۀ د زلمى استقبال له وروځى.
بيا د آسمان د بادشاهۍ مثال د هغه سړى په شان دے څوک چې په سفر تلو او نوکران يې راوبلل او خپل مال يې ورته وسپارلو.
”توبه ګار شئ ځکه چې د آسمان بادشاهى نزدې راغلې ده.“
هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى.
نو بيا مونږ هر يو به خُدائ پاک ته خپل حساب ورکوو.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.