2 هغۀ يو ماشوم راوبللو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو.
مالِکه خُدايه، زما خُدائ پاکه، تا زۀ د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړے يم، اګر چې زۀ د يو وړوکى ماشوم په شان يم او په هيڅ هم نۀ پوهېږم.
خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې.
په هغه وخت مريدان عيسىٰ له راغلل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”د آسمان په بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے؟“
او ورته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې تاسو خپل ځان بدل نۀ کړئ او د ماشومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅکله هم په آسمانى بادشاهۍ کښې داخل نۀ شئ.