19 زۀ تاسو ته بيا دا وايم، کۀ چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفِق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى.
کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“
نو خپله قربانى په هغه ځائ پرېږده. لاړ شه، اول خپل ورور رضا کړه او بيا راشه او خپل نذر وړاندې کړه.
وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.
ځکه زۀ تاسو ته وايم، تاسو چې د څۀ دپاره هم دُعا کوئ نو ايمان ساتئ چې دا تاسو حاصل کړو نو هغه به ستاسو شى.
تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.
کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى.
په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى.
هغوئ ټول په يوه مخه په دُعا سر وُو او د هغوئ سره ښځې هم وې چې په کښې مريم د عيسىٰ مور او د هغۀ وروڼه هم شامل وُو.
نو هغۀ پطروس په قېدخانه کښې وساتلو، خو جماعت د پطروس دپاره په جوش سره د خُدائ پاک نه دُعا غوښتله.
کله چې هغۀ دا رويا وليده نو مونږ سمدستى کوشش وکړو چې مِکدونيه ته لاړ شُو. زمونږ دا خيال وو لکه چې خُدائ پاک راته وئيلى وى چې هغوئ ته زيرے ورکړُو.
او مونږ به خپل ځانونه دُعا او د کلام خِدمت ته وقف کړُو.“
نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى.
او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.