16 خو کۀ هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه کسان نور د ځان سره ملګرى کړئ د دې دپاره چې هره خبره د دوو يا د درېو ګواهانو په وړاندې ثابته کړے شى.
هغه دوو بدمعاشانو د خلقو په مينځ کښې په هغۀ اِلزام ولګولو چې هغۀ د خُدائ پاک او د بادشاه ګستاخى کړې ده، نو هغه د ښار نه بهر بوتلے شو او سنګسار يې کړو.
چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به صِرف په هغه وخت مجرم ګڼلے شى او مړ کولے به شى چې په هغۀ باندې دوه کسان يا دوو نه زيات ګواهان ګواهى ورکړى، د يو کس ګواهى د قتل د اِلزام ثابِتولو دپاره کافى نۀ ده.
ستاسو په خپل شريعت کښې يې دا ليکلى دى چې د دوو کسانو ګواهى ټيک ده.
دا درېم ځل دے چې زۀ تاسو ته درځم، د دې دپاره چې د هر اِلزام دپاره د دوو يا درېو ګواهانو ضرورت به وى چې هغه پرې مجرم ثابت کړے شى.
په هغه وخت کښې به هغه وژلے شى چې دوه يا د دوو نه زيات ګواهان د هغۀ خِلاف ګواهى ورکړى، خو کۀ صِرف يو ګواه وى نو هغه به نۀ شى وژلے.
د يو سړى مجرم ثابِتولو دپاره به يو ګواه کافى نۀ وى، بلکې د هغۀ مجرم ثابِتولو دپاره به د دوو يا درېو ګواهانو پېش کول لازمى وى.
کوم اِلزام چې د يو مشر په خِلاف وشى نو هغه د دوو يا د درېو ګواهانو د ګواهۍ نه بغېر مۀ منه.
هر څوک هم چې د موسىٰ شريعت نۀ منى هغه به د دوو يا درېو ګواهانو په ګواهۍ بغېر د څۀ رحم نه هلاک کړے شى،
او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“