Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 18:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 او چې کله هغه دا بيا مومى نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د هغې په موندلو به هغه د دې نورو يو کم سلو نه چې بې‌لارې شوې نۀ دى، زيات خوشحاله شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 18:13
14 Iomraidhean Croise  

او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.


کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى.


لکه څنګه چې يو زلمے يوې پېغلې سره وادۀ کوى، نو داسې به ستا زامن تا سره لوظ وکړى. لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى.


تاسو د کمزورو ګډو خيال نۀ کولو او نۀ مو د بيمارانو دارو کول، او نۀ مو د زخمى شوو مرهم پټۍ کوله. تاسو ورک شوې واپس نۀ راوستل، او نۀ مو د ورک شوو لټون کولو. تاسو په هغوئ په سختۍ او د ظلم حکومت وکړو.


ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.


ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چې د يو سړى سل ګډې دى. کۀ په هغې کښې يوه بې‌لارې شى، ولې هغه به دا نورې يو کم سل د هغې يوې د لټولو دپاره د غرۀ په خوا کښې پرې نۀ ږدى؟


هم دغه شان ستاسو د آسمانى پلار دا رضا نۀ ده چې د دې ماشومانو نه دې يو هم هلاک شى.


مينه په بدکارۍ نۀ خوشحاليږى بلکې په رښتيا وئيلو خوشحاليږى.


ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan