8 او کله چې هغوئ بره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره ولاړ وو.
خو بيا عيسىٰ هغوئ له ورغلو، په هغوئ يې لاس ولګولو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅئ، مۀ يرېږئ.“
نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“
ناګهانه چې کله هغوئ ګېرچاپېره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره پاتې وو.
هر کله چې آواز ختم شو نو عيسىٰ يې يواځې وليدلو. نو مريدان غلى پاتې شول او هر څۀ چې يې ليدلى وُو، په هغه وخت يې هيچا ته هم حال ونۀ وې.