7 خو بيا عيسىٰ هغوئ له ورغلو، په هغوئ يې لاس ولګولو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅئ، مۀ يرېږئ.“
بيا يو لاس زۀ راونيولم او په خپل ځائ يې په لړزېدو سره په ګوډو کړم.
نو هغه څوک چې د بنى آدم په شان ښکارېدو زۀ يې بيا مسح کړم او ما له يې طاقت راکړو.
کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، زۀ بېهوشه وم، په زمکه پړمخې پروت وم. بيا هغۀ زۀ ونيولم او په خپلو پښو يې ودرولم.
ما لا دُعا کوله چې جبرائيل، هغه سړے چې ما مخکښې په رويا کښې ليدلے وو ما له په تېزۍ سره راغلو، د ماښام د قربانۍ وخت وو.
عيسىٰ ورته سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“
د دې آواز په اورېدو مريدان د يرې نه پړمخې پرېوتل.
او کله چې هغوئ بره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره ولاړ وو.
هغوئ يرېدلې او خپل سرونه يې زمکې ته ټيټ کړل خو سړو ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ژوندى په مړو کښې ولې لټوئ؟
خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“
کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم،