26 پطروس جواب ورکړو چې، ”د پردو نه.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”نو بيا خو د دوئ خپل خلق معاف دى.
پطروس ورته ووئيل چې، ”هغه يې ورکوى.“ خو کله چې پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ د هغۀ د وينا نه وړاندې وفرمائيل چې، ”اے شمعونه، تۀ په دې باره کښې څۀ وائې چې د دُنيا بادشاهان د چا نه محصُول او ماليه اخلى، د خپلو خلقو نه کۀ د پردو نه؟“
خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“
او مالِک د خپل بېايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى.
خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې څوک ستاسو مخالف نۀ دے، هغه ستاسو ملګرے دے.“
د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.
هغوئ يو بل ته ووئيل، ”هغۀ ته ګورئ. هغۀ ته غوږ ونيسئ چې هغه وائى چې زما سره جنګ وکړئ. ساؤل بادشاه دا وعده کړې ده چې څوک دے ووژنى نو هغۀ له به يو لوئ اِنعام ورکړى، بادشاه به هغه کس له خپله لور هم ورکوى او د هغۀ خاندان به د محصُول ورکولو نه آزاده وى.“