Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 17:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 هغوئ به دے قتل کړى، په درېمه ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“ نو په دې اورېدو هغوئ ډېر غمژن شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 17:23
18 Iomraidhean Croise  

زما روح به تۀ پرې نۀ ږدې په عالمِ ارواح کښې، خاورې کېدو ته به پرې نۀ ږدې تۀ خپل قُدوس.


ټول زور مې خُشک شو د خاورين لوښى په شان، ژبه مې تالو پورې شوه چسپان، په خاورو کښې تا پرېښے يم د مړى په شان.


هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.


د دې دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله نه وروستو به مسح کړے شوے کس قتل کړے شى او هغۀ سره به څۀ نۀ وى. نو په هغه وخت کښې به بيا بل حکمران راوچت شى د چا لښکرې به چې دا ښار او د خُدائ کور تباه کړى. د دې خاتمه به لکه د سېلاب راشى، او د جنګ او د هغې بدبختى به د آخر پورې جارى وى، او د هغې تباهۍ حکم جارى شوے دے.


اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.


د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“


نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“


او غېر‌يهوديانو خلقو ته به يې حواله کړى هغوئ به ورپورې ټوقې وکړى، په کوړو به يې ووهى او په سولۍ به يې وخېژوى، او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“


او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم.


بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى مشران او مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“


بيا هغوئ د هغې علاقې نه لاړل او د ګليل نه واوړېدل. عيسىٰ دا غوښتل چې هيڅوک پرې خبر نۀ شى چې چرته دى،


خو دا کومې خبرې چې ما تاسو ته وکړې په هغې ستاسو زړونه غمژن شول.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا د خُدائ کور ونړوئ او زۀ به يې په درېو ورځو کښې بيا ودروم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan