Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 17:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 کله چې هغوئ په ګليل کښې يو ځائ وُو نو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 17:22
21 Iomraidhean Croise  

د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې تر هغې به نۀ مرى ترڅو چې هغوئ اِبن آدم خپلې بادشاهۍ ته په راتلو ونۀ وينى.“


خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے، خو هغوئ نۀ دے پېژندلے او څۀ چې دوئ غوښتل ورسره يې وکړل. او دغه شان به اِبن آدم هم د هغوئ د لاسه ودرديږى.“


هغوئ به دے قتل کړى، په درېمه ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“ نو په دې اورېدو هغوئ ډېر غمژن شول.


نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“


په دغه وخت کښې به ډېر تيندک وخورى او د يو بل مُخبرى به کوى او د يو بل سره به کينه کوى.


د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.


پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“


بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى مشران او مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“


ولې د مسيح دپاره دا مقرر نۀ وُو چې هغه به دا زحمتونه وزغمى او په خپل جلال کښې به داخل شى؟“


هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د پخوا نه دا ليکلے شوى دى چې مسيح به زحمت وزغمى او په درېمه ورځ به د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.


او هغۀ وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى او مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى، او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“


او هغوئ ټول د خُدائ پاک د لويئ او د هغۀ د شان او شوکت يرې واخستل. ټول خلق د دۀ په دې ټولو کارونو حېران شول او عيسىٰ په دې وخت کښې خپلو مريدانو ته وفرمائيل،


داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.


ځکه چې کومې خبرې ما تاسو ته حواله کړې نو هغه ما د مالِک نه حاصلې کړې دى، چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan