Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 17:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 بيا عيسىٰ هغه پيرے ورټلو نو هغه يې پرېښودو او سمدستى هغه هلک روغ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 17:18
15 Iomraidhean Croise  

بيا هغوئ ورته يو ړوند ګونګا سړے راوستو چې پيرى نيولے وو. عيسىٰ هغه روغ کړو، ژبه يې ګويا شوه او په سترګو بينا شو.


نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“


د دې نه پس مريدان عيسىٰ له يواځې راغلل او تپوس يې وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“


خو عيسىٰ مخ ورواړولو او هغه يې وليده او ورته يې وفرمائيل، ”ډاډه اوسه، زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې.“ او په هم هغه ساعت هغه روغه شوه.


عيسىٰ ډېر بيماران روغ کړل چې په مختلفو بيماريانو آخته وُو او ډېر پيريان يې وشړل. هغۀ پيريان د خبرو نه منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا څوک دے.


ځکه چې عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل، ”اے پيريانو، د دې سړى نه راوځئ.“


د ډېرو نه پيريان هم پاڅېدل او دا چغې يې وهلې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ خو هغۀ هغوئ ورټل او د خبرو نه يې منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دے مسيح دے.


ځکه چې عيسىٰ پيريانو ته حکم کړے وو چې دې سړى نه راوځئ. ډېر ځله يې هغه نيولے وو او د حفاظت د کبله به په زنځيرونو کښې وتړلے شو او زولنۍ به ورواچولے شوې خو هر ځل به هغۀ ځان خلاصولو او پيريانو به هغه بيابان ته بوتلو.


خو د راوستو نه مخکښې پيريانو هغه ماشوم راوپرزولو او تاو راتاو يې کړو، خو عيسىٰ پيرے ورټلو، هلک يې روغ کړو او پلار ته يې واپس حواله کړو.


هغې دا وينا ډيرې ورځې وکړه خو آخر پولوس تنګ شو. هغۀ هغه روح ته مخ راواړولو او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ تا ته حُکم درکوم چې د عيسىٰ مسيح په نوم د دې نه بهر شه.“ او هغه په هغه ځائ د هغې نه راووتو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan