Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 17:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 17:17
25 Iomraidhean Croise  

تر څلوېښتو کالو پورې هغه نسل ته غصه وم، ما ووئيل چې، ”دا هغه خلق دى چې زړونه يې ما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.“


نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى چې، تۀ به تر کومې پورې زما د منلو نه اِنکار کوې؟ زما خلق تلو ته پرېږده، چې هغوئ زما عبادت وکړى.


نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تر کومې پورې به تاسو زما حُکمونه او شريعت ماتوئ؟


”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بې‌وقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟


خو تۀ ناراسته سړيه ترڅو پورې به پروت يې؟ او تۀ به کله د خوب نه راپاڅې؟


مالِک خُدائ هغوئ کم عقل کړى دى، نو د هغوئ ټولې مشورې غلطې دى. هغوئ مِصر داسې ګډ وډ کړے دے لکه چې يو شرابى په نشه کښې په خپلو اولټو کښې ښوئيږى.


اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خلق به تر کومې پورې زما نه نفرت کوى؟ او په ما باندې به اعتماد نۀ کوى، اګر چې د هغوئ په مينځ کښې ما ډېرې معجزې کړې دى؟


”دا خراب خلق به تر کومې پورې زما خِلاف شکايت کوى؟ ما دا شکايتونه ډېر زيات اورېدلى دى.


هغۀ هلته زياتې معجزې ښکاره نۀ کړې ځکه چې د هغوئ ايمان نۀ وو.


عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ د څۀ په حقله خبرې کوى، نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”اے بې‌ايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟


ما هغه ستا مريدانو له راوستو خو هغوئ روغ نۀ کړے شو.“


بيا عيسىٰ هغه پيرے ورټلو نو هغه يې پرېښودو او سمدستى هغه هلک روغ شو.


خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.


وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بې‌يقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”اے نادانو خلقو تاسو څومره ساده ګان يئ چې د نبيانو په کلام مو باور نۀ دے کړے.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه او بدکاره پيړۍ. زۀ به ترڅو تاسو سره يم او تاسو به زغمم؟ خپل زوئ دلته راوله.“


بيا هغۀ توما ته وفرمائيل، ”خپلې ګوتې دلته کېږده او زما لاسونه ووينه او خپل لاس راوړاندې کړه او زما په پښتۍ يې ولګوه. نور شک مۀ کوه خو يقين کوه.“


خو تر څلوېښتو کالو پورې هغۀ په صحرا کښې د دوئ چال چلن وزغملو.


او پطروس په داسې نورو ډېرو خبرو د هغوئ ډاډګيرنه وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”خپل ځانونه د دې خرابې پيړۍ نه وساتئ.“


زما خواهش دے چې تاسو ما سره لږ شان بې‌وقوفى وزغمئ. آو، تاسو يې ما سره زغمئ.


خو تاسو بې‌وفا يئ او د دې لائق نۀ يئ چې د هغۀ خلق شئ، تاسو ګناهګار او دوکه باز قوم يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan