7 هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ روټۍ نۀ ده راوړې.“
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د فريسيانو او د صدوقيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ.“
عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ د څۀ په حقله خبرې کوى، نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”اے بېايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟
د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟“ په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ مونږ دا ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟
هغوئ دا خبره ځان سره وساتله او په خپلو کښې يې بحث کولو چې د مړو نه د بيا راپاڅېدلو څۀ مطلب کېدے شى.
کله چې هغوئ يو بل سره په دې بحث کښې لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله راغلو او د هغوئ سره يو ځائ روان شو.
د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په مونږ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے.
خو پطروس ووئيل چې، ”نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى.“