6 عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د فريسيانو او د صدوقيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ.“
چې د غلې کومې نذرانې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ په يوه نذرانه کښې دې هم خمبيره نۀ وى، مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې چې کله هم خمبيره يا شات وانۀ چوئ.
فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“
تاسو څنګه په دې خبره پوهه نۀ شوئ چې ما خو د روټۍ ذکر نۀ کولو؟ ما درته فرمائيلى وُو چې د فريسيانو او صدوقيانو د خمبيرې نه به ځان ساتئ.“
بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.
خو کله چې هغوئ بلې غاړې ته واوړېدل نو بيا مريدانو ته دا پته ولګېده چې روټۍ ورنه د ياده وتلې ده.
هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ روټۍ نۀ ده راوړې.“
خو کله چې يحيىٰ وليدل چې ډېر فريسيان او صدوقيان د بپتسمې دپاره راځى نو ورته يې وفرمائيل، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا دا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟
عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”خبردار د فريسيانو او د هيروديس د خمبيرې نه ځان وساتئ.“
په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے.
بيا هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”خبردار شئ. د هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چې د بنى آدم ژوند په ډېر مال دولت پورې تړلے نۀ دے.“
بيا مريدانو يو تر بله ووئيل چې، ”ولې چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“
نو دا ياد ساتئ چې لږه خمبيره ټول اخښلى اوړۀ خمبيره کوى.