4 دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.“ نو بيا هغه ترې روان شو او هغوئ يې پرېښودل.
بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“
خو اے د کوډګرې بچو، د زناکارې او کنجرې بچو، ديخوا راشئ.
بنى اِسرائيل خپل ځان بُتانو ته حواله کړے دے، هغه پرېږدئ.
خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به يې ترې نه واخلم او يو به هم ژوندے پرې نۀ ږدم. په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ به زۀ پرېږدم.“
د مالِک خُدائ کلام د امِتى په زوئ يُونس نازل شو،
خو مالِک خُدائ يو غټ کب راولېږلو چې يُونس تېر کړى، او يُونس درې ورځې او درې شپې د کب په ګېډه کښې وو.
د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“
خو کله چې هغوئ بلې غاړې ته واوړېدل نو بيا مريدانو ته دا پته ولګېده چې روټۍ ورنه د ياده وتلې ده.
هغۀ د ځان سره يو سوړ اسويلے وکړو او وې فرمائيل چې، ”دا پيړۍ ولې نښه غواړى؟ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه نښه به هم دې پيړۍ ته ورنۀ کړے شى.“
په دې زناکاره او ګناهګاره زمانه کښې څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى، نو اِبن آدم به هم د هغوئ نه وشرميږى کله چې هغه د خپل پلار جلال کښې د پاکو فرښتو سره راشى.“
خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېريهوديانو ته لاړ شم.“
او پطروس په داسې نورو ډېرو خبرو د هغوئ ډاډګيرنه وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”خپل ځانونه د دې خرابې پيړۍ نه وساتئ.“