22 بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې ورته ووئيل چې، ”خُدائ دې نۀ کړى مالِکه، په تا دې داسې هيڅکله هم ونۀ شى.“
په دې دوران کښې چې کوم آفسر د ميکاياه راوستو له تلے وو نو هغۀ ميکاياه ته ووئيل، ”ګوره، نورو ټولو پېغمبرانو د بادشاه د کاميابۍ پېشګوئې ورکړې ده، نو لاړ شه او هم هغه خبرې ورته وکړه.“
د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“
بيا عيسىٰ مخ ورواړولو او پطروس ته يې وفرمائيل، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ زما د لارې خنډ يې، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“
هغۀ دا خبره په صفا ټکو کښې ووئيله. بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې بوتلو او د داسې خبرو نه يې منع کړو.