14 هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، څۀ دې الياس ګڼى، او څۀ نور دې اوس هم يرمياه يا د نبيانو نه يو ګڼى.“
په دې کِتاب کښې د خِلقياه د زوئ يرمياه پېغامونه دى څوک چې د بنيامين په علاقه کښې د عنتوت په ښار کښې د اِمامانو نه يو اِمام وو.
ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم.
نو هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ”بېشکه چې دا بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے. هغه د مړو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ وايئ، چې زۀ څوک يم؟“
نو مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”بيا زمونږ د شرعې عالمان داسې ولې وائى چې الياس به ضرور وړومبے راځى؟“
په دغه ورځو کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے چې د يهوديه په بيابان کښې يې دا بيان کولو چې،
خو نورو وئيل چې، ”دا الياس دے.“ او ځينو وئيل چې، ”دا د پخوانو نبيانو په شان لوئ نبى دے.“
هغوئ جواب ورکړو، ”څوک دې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ، او څوک دې الياس، او څوک دې د نبيانو نه يو نبى ګڼى.“
او چا وئيل چې الياس راښکاره شوے دے او ځينو وئيل چې د پخوانو پېغمبرانو نه يو راژوندے شوے دے.
نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“
او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بېلارې کوى.“
نو هغوئ د هغه ړوند سړى نه بيا تپوس وکړو چې، ”ستا د هغۀ په حقله څۀ خيال دے؟ ځکه چې هغۀ ستا سترګې بينا کړې دى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغه يو نبى دے.“