Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 16:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو کله چې هغوئ د قيصريه فيليپى علاقې ته راغلل نو عيسىٰ د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې اِبن آدم څوک دے؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 16:13
23 Iomraidhean Croise  

نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو.


هر څوک چې د اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به وبخښلے شى، خو هر هغه څوک چې د روحُ القُدس په خلاف خبرې کوى هغه به نۀ په دې دُنيا کښې او نۀ په بله دُنيا کښې وبخښلے شى.


نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى.


ځکه چې اِبن آدم د سبت د ورځې مالِک دے.“


هغۀ په جواب کښې وفرمائيل چې، ”اِبن آدم زميندار دے څوک چې ښۀ تخم کَرى،


دغه شان په آخره کښې به اِبن آدم خپلې فرښتې ولېږى او د هغۀ د بادشاهۍ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چې سړے پرې تيندک خورى او هغه ټول خلق چې بې‌شرعې کارونه کوى


بيا عيسىٰ هغه ځائ پرېښودو او د صور او د صيدا علاقې ته راغلو


ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې تر هغې به نۀ مرى ترڅو چې هغوئ اِبن آدم خپلې بادشاهۍ ته په راتلو ونۀ وينى.“


هر کله چې اِبن آدم په پوره شان سره راشى او ټولې فرښتې ورسره وى، هغه به بيا په لويئ سره په خپل آسمانى تخت کښېنى.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“


نو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، بستره دې واخله او کور ته ځه،“


ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“


په دې زناکاره او ګناهګاره زمانه کښې څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى، نو اِبن آدم به هم د هغوئ نه وشرميږى کله چې هغه د خپل پلار جلال کښې د پاکو فرښتو سره راشى.“


بيا هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ټولو ته رښتيا وايم چې تاسو به آسمان پرانستے ووينئ او په اِبن آدم به د خُدائ پاک د فرښتو بره ښکته تلل راتلل ووينئ.“


ګڼې جواب ورکړو چې، ”زمونږ شريعت دا وائى چې مسيح به تل تر تله وى، نو بيا تۀ څنګه وائې چې اِبن آدم به ضرور په سولۍ وخېژولے شى؟ دا اِبن آدم دے څوک؟“


لکه څنګه چې موسىٰ په بيابان کښې مار په ستنې راځوړند کړے وو نو اِبن آدم به ضرور هم دغسې وخېژولے شى،


او هغۀ عيسىٰ ته د عدالت اختيار ورکړو ځکه چې هغه اِبن آدم دے.


چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.


هغۀ ووئيل چې، ”وګورئ، ما ته آسمان پرانستے ښکارى او اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan