11 تاسو څنګه په دې خبره پوهه نۀ شوئ چې ما خو د روټۍ ذکر نۀ کولو؟ ما درته فرمائيلى وُو چې د فريسيانو او صدوقيانو د خمبيرې نه به ځان ساتئ.“
فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“
بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د فريسيانو او د صدوقيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ.“
خو کله چې يحيىٰ وليدل چې ډېر فريسيان او صدوقيان د بپتسمې دپاره راځى نو ورته يې وفرمائيل، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا دا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟
هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، تاسو لا اوس هم ايمان نۀ لرئ؟“
عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”خبردار د فريسيانو او د هيروديس د خمبيرې نه ځان وساتئ.“
نو هغۀ وفرمائيل چې، ”لا تر اوسه هم نۀ پوهېږئ؟“
په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے.
اے مُنافقانو. تاسو د زمکې او د آسمان حالت معلومولے شئ نو بيا تاسو څنګه د اوسنۍ زمانې په حالت نۀ پوهېږئ؟
تاسو ته چې زۀ څۀ وايم په هغې ولې نۀ پوهېږئ؟ دا ځکه چې تاسو زما کلام قبلولے نۀ شئ.