زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.
خو تاسو خلقو ته دا تعليم ورکوئ چې دا ټيک خبره ده چې کۀ څوک خپل مور او پلار ته دا ووائى چې، ”ستا چې څۀ په کار وُو هغه ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل، مطلب دا چې ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل،“