Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 15:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د خپل مور او پلار عزت کوئ، او هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 15:4
18 Iomraidhean Croise  

د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.


هر څوک چې خپل مور پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.


کۀ يو انسان چرې په خپل مور پلار لعنت کوى، د هغۀ د ژوند چراغ به په توره تيارۀ کښې ختم شى.


خپل پلار ته غوږ نيسه، چا چې تا له ژوند درکړے دے، او د خپلې مور بې‌عزتى مۀ کوه کله چې هغه بوډۍ شى.


هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.


د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.


ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


مالِک خُدائ دا اصُول وښودل. کۀ څوک خپل مور يا پلار ته ښېرې وکړى نو هغه به وژلے شى، او خُون به يې په خپله غاړه وى.


هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”دا تاسو څۀ کوئ چې د خپلو رواياتو د خاطره د خُدائ پاک حکم ماتوئ؟


خو تاسو خلقو ته دا تعليم ورکوئ چې دا ټيک خبره ده چې کۀ څوک خپل مور او پلار ته دا ووائى چې، ”ستا چې څۀ په کار وُو هغه ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل، مطلب دا چې ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل،“


د مور پلار عزت کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“


خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“


نو بيا ولې مونږ د ايمان په وسيله شريعت شا ته غورزوو؟ هيڅکله نه، بلکې مونږ خو شريعت نور هم مضبوطوو.


اے بچو، په مالِک کښې د خپل مور او پلار حُکم منئ ځکه چې دا نېک کار دے.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل مور پلار بې‌عزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


د خپل مور او پلار عزت کوئ، لکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکوم، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې درکوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan