25 خو هغه ښځه راغله، د دۀ په پښو پرېوته او چغې يې کړې، ”مالِکه، زما مدد وکړه.“
هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“
هغۀ د يوې فرښتې خِلاف جنګ وکړو او جنګ يې وګټلو. هغۀ وژړل او د برکت سوال يې وکړو. په بيتايل کښې خُدائ پاک هغۀ ته څرګند شو او کلام يې ورسره وکړو.
نو په کشتۍ کښې ناست مريدان ورته په سجده شول او وې وئيل، ”بېشکه، چې تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“
عيسىٰ په جواب کښې وفرمائيل، ”دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“
خلقو هغوئ ورټل او ورته يې ووئيل چې چپ شئ. خو هغوئ لا نورې هم چغې زياتې کړې چې، ”مالِکه، په مونږ رحم وکړه. اے د داؤد زويه.“
خو بيا يو جذامى وروړاندې شو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“
څو ځله يې د هلاکولو دپاره اور او اوبو ته هم غورزولے دے، او کۀ تۀ څۀ کولے شې نو په مونږ رحم وکړه او مدد راسره وکړه.“
د هلک پلار چغې کړې چې، ”زۀ ايمان لرم، خو زما کمزورے ايمان مضبوط کړه.“