21 بيا عيسىٰ هغه ځائ پرېښودو او د صور او د صيدا علاقې ته راغلو
زبولون به د سيند په غاړه اوسيږى. د هغۀ د سيند غاړه به د کشتو دپاره محفوظ ځائ وى. د هغۀ علاقه به د صيدا پورې ورسيږى.
او دا هغه کارونه دى چې انسان پليتوى، خو په ناوينځلو لاسونو باندې په خوراک کولو، انسان نۀ پليتيږى.“
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.
په دې کښې د هغه صيدانيانو ټوله علاقه شامله ده کوم چې د لبنان د غرونو او مسرفات مائم په مينځ کښې د غرونو په مُلک کښې اوسيږى. کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې ځى نو زۀ به دا ټول خلق وشړم. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے نو تۀ به هغه مُلک په بنى اِسرائيلو باندې تقسيم کړې.
د آشر قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د عکو، صيدا، احلاب، اکزيب، حلبه، افيق، رِحوب په ښارونو کښې اوسېدل.