18 خو چې څۀ په خولې وئيلے شى هغه د زړۀ نه راوځى او دغه خبرې دى چې انسان پليتوى.
دوئ په ژبه د دوکې او د بدۍ خبرې کوى. هغوئ کار د عقل او ښۀ عمل نۀ کوى.
د صادق شونډې په دې پوهيږى چې کومه خبره د منلو او په ځائ ده، خو د بدکاره د خولې نه صرف غلطې خبرې راوځى.
د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بېوقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده.
صادقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوى، خو د بدکاره خولۀ فساد نولى.
د هر څۀ نه اول د خپل زړۀ خيال ساته، ځکه چې دا د ژوند د هدايت سرچينه ده.
بدمعاشان او کمينه خلق، ټوله ورځ تش دروغ وائى.
اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.
څۀ چې په خولۀ دننه کيږى په هغې يو کس نۀ پليتيږى، خو په هره هغه خبره پليتيږى څۀ چې د هغۀ د خولې نه راوځى.“
ولې تاسو دا نۀ وينئ چې کوم څيز چې په خولۀ دننه شى، خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟
هغۀ وړاندې وفرمائيل، ”څۀ چې د انسان نه راوځى هم هغه انسان پليتوى.
هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟
لکه د مشرانو د خولو خبره ده، ”د بدعملو هر کار بد وى.“ خو زۀ به تا ته نقصان نۀ رسوم.