16 عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو هم لا تر اوسه د نورو په شان ناپوهه يئ؟
عيسىٰ ورنه تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې ټولو خبرو ورسېدئ؟“ او هغوئ دا جواب ورکړو چې، ”آو.“
بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ.
بيا پطروس ووئيل چې، ”مونږ ته دا مِثال تشريح کړه.“
ولې تاسو دا نۀ وينئ چې کوم څيز چې په خولۀ دننه شى، خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟
تاسو څنګه په دې خبره پوهه نۀ شوئ چې ما خو د روټۍ ذکر نۀ کولو؟ ما درته فرمائيلى وُو چې د فريسيانو او صدوقيانو د خمبيرې نه به ځان ساتئ.“
تاسو لا تر اوسه نۀ پوهېږئ؟ ولې تاسو ته هغه پينځۀ روټۍ د پينځۀ زره کسانو دپاره يادې نۀ دى، او تاسو څومره ټوکرۍ ترې اوچتې کړې وې؟
ځکه چې هغوئ لا د روټۍ په هغه واقعه پوهه نۀ وُو، د هغوئ زړونه سخت شوى وُو.
هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو هم لا د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې څۀ هم د انسان په بدن کښې د بهر نه دننه شى په دې هغه نۀ پليتيږى.
خو هغوئ د هغۀ په خبره نۀ پوهېدل او د يرې نه يې تپوس ترې هم نۀ شو کولے.
خو هغوئ په دې هيڅ ونۀ رسېدل او څۀ چې وئيلے شوى وُو، مطلب يې د هغوئ نه پټ وو ځکه چې هغوئ يې په مطلب نۀ پوهېدل.
بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه کولاو کړل چې په صحيفو پوهه شى.
خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.
نو په دې وخت کښې خو تاسو له اُستاذان کېدل په کار وُو، خو تاسو ته د يو کس ضرورت دے چې د خُدائ پاک د کلام بنيادى اصُول بيا در زده کړى، نو تاسو ته د ماشوم په شان د پيو ضرورت دے نه چې د سخت خوراک.