14 د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“
مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.
زما د خِدمت کوونکى په شان ړوند څوک دے؟ زما د پېغمبر په شان کُوڼ څوک دے څوک چې زۀ درلېږم؟ اګر چې ما هغۀ سره لوظ کړے دے خو بيا هم د مالِک خُدائ د خادِم په شان ړوند څوک نشته.
زما د خلقو مشران لکه د محافظانو په شان دى څوک چې په سترګو ړاندۀ دى، او ټول د هيڅ نه هم نۀ دى خبر. هغوئ ټول د ګونګى سپى په شان دى او غپلے نۀ شى، هسې پراتۀ وى او خوبونه کوى. د هغوئ خوب ډېر خوښ دے.
د قوم مشرانو خلق بېلارې کړى دى او د تباهۍ په طرف يې روان کړى دى.
پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“
آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ ته سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
بنى اِسرائيل خپل ځان بُتانو ته حواله کړے دے، هغه پرېږدئ.
خو تاسو اِمامان د خپلې صحيح لارې نه واوړېدئ او ستاسو د شريعت په وجه ډېرو تيندک خوړلے دے. د ليويانو سره زما شوے لوظ تا مات کړو،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
او عيسىٰ هغوئ ته يو مِثال هم وئيلو چې، ”ولې يو ړوند بل ړوند ته لار ښودلے شى څۀ؟ آيا دواړه به په کنده کښې ونۀ غورزيږى څۀ؟
عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ دې دُنيا ته د عدالت دپاره راغلے يم چې ړاندۀ بينا شى او څوک چې ځان بينا ګڼى هغه ړاندۀ شى.“
او د هغوئ په مينځ کښې مدام بحث پېدا کيږى د چا عقل چې خراب شوے دے، او د حق نه محروم دى او هغوئ ديندارى تش د ګټې ذريعه ګڼى.
خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى.
دغه د دروغو اُستاذان لکه اوچ کُوهيان دى او لکه د داسې وريځې په شان دى چې سيلۍ يې وړى راوړى، نو د هغوئ دپاره تک تور ځائ ساتلے شوے دے.
او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.
خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.