12 بيا مريدان عيسىٰ له راغلل او وې وئيل چې، ”تۀ خبر يې چې فريسيانو ستا دا خبرې بدې ګڼلى دى؟“
او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“
څۀ چې په خولۀ دننه کيږى په هغې يو کس نۀ پليتيږى، خو په هره هغه خبره پليتيږى څۀ چې د هغۀ د خولې نه راوځى.“
هغۀ جواب ورکړو چې، ”هر يو بوټے چې زما آسمانى پلار لګولے نۀ وى هغه به د بېخه وويستلے شى.
خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“
مونږ د چا په لار کښې خنډ نۀ جوړيږو د دې دپاره چې زمونږ په خِدمت کښې څۀ نقصان پېدا نۀ شى،
خو مونږ د هغوئ تابعدارى لږ ساعت له هم ونۀ کړه د دې دپاره چې د زيرى رښتينوالے په تاسو کښې همېشه قائم پاتې شى.
خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى.