1 بيا د فريسيانو او د شرعې د عالمانو يوه ډله د يروشلم نه عيسىٰ له راغله او دا تپوس يې ترې وکړو چې،
”د شرعې عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ ناست دى،
زۀ تاسو ته دا وايم، ترڅو چې تاسو په صداقت کولو کښې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو بيا هيڅکله هم د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدے نۀ شئ.
هغه د شرعې عالمان څوک چې د يروشلم نه راغلى وُو، هغوئ هم وئيل چې، ”دے بعلزبول نيولے دے،“ او ”دے د پيريانو د سردار په مدد پيريان شړى.“
يوه ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو او فريسيان او د شرعې عالمان ورته هم نزدې ناست وُو چې د ګليل، د يهوديه او د يروشلم د هر کلى نه راغلى وُو، او د مالِک خُدائ د شفا ورکولو قوت د هغۀ سره وو.
نو د شرعې عالمانو او فريسيانو يو بل ته ووئيل چې، ”دا څوک دے چې کُفر وائى؟ د خُدائ پاک نه بغېر هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“
فريسيانو او د هغوئ د فرقې د شرعې عالمانو د عيسىٰ مريدانو ته دا ګيله وکړله چې، ”تاسو د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ خورئ؟“
د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“
بيا لويه غوغا جوړه شوه او د فريسيانو د فرقې ځينې د شرعې عالمان راپاڅېدل او په کلکه يې ووئيل چې، ”مونږ په دې سړى کښې هيڅ غلطى نۀ وينو. شايد چې يوې فرښتې يا روح ورسره خبرې کړې وې.“
کله چې هغه حاضر شو نو د يروشلم نه راغلى يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او په هغۀ يې سخت رنګارنګ اِلزامونه ولګول، خو هغه يې ثابت نۀ کړے شول.