8 د مور په وينا هغې ووئيل چې، ”ما له دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړه.“
زما نېکه، تا ته پته نشته څۀ چې کله ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل نو ما د هغوئ سل پېغمبران په دوو غارونو کښې پنځوس پنځوس پټ کړل او د خوراک او د اوبو بندوبست مې ورله وکړو؟
او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.
نو هغې الياس له پېغام ورولېږلو، ”خپل خُدايان دې ما ووژنى چې سبا په دې وخت زۀ تا سره هغه کار ونۀ کړم کوم چې تا د هغه پېغمبرانو سره کړے دے.“
څنګه چې د اخزياه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې ووئيل چې د شاهى خاندان ټول کسان دې ووژلے شى.
د هغه څيزونو شمېر دا وو: د سرو زرو دېرش جامونه، د سپينو زرو يو زر جامونه، يو کم دېرش نور ښانکونه، دېرش د سرو زرو واړۀ جامونه، څلور سوه او لس د سپينو زرو واړۀ جامونه او يو زر نور لوښى.
ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى.
د وينو تږى انسانان د نېک انسان نه نفرت کوى او په دې کوشش کښې وى چې صادقان ووژنى.
نو د هغۀ سر يې په تالى کښې ورله راوړو او جينۍ له يې ورکړو او هغې خپلې مور له يوړو.
چې هغۀ قسم وخوړو چې، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم.“
بادشاه چې دا واورېدل نو غمژن شو، خو د خپلو قسمونو او مېلمنو په وجه هغۀ دا حُکم وکړو چې دا خواست دې پوره کړے شى.
هغه بهر ووتله او خپلې مور ته يې ووئيل چې، ”زۀ ترې څۀ وغواړم؟“ هغې جواب ورکړو، ”د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر.“
جينۍ سمدستى بادشاه له ورغله او خواست يې وکړو، ”زۀ غواړم چې تۀ ما ته اوس دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړې.“
او په يو تالى کښې يې راوړو او جينۍ ته يې پېش کړو، او بيا هغې خپلې مور له ورکړو.