7 چې هغۀ قسم وخوړو چې، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم.“
بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر خبره څۀ ده؟ ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، تۀ کۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى.“
د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه تپوس وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، نو تا ته به هغه مِلاو شى. زۀ به ستا درخواست منظور کړم، تر دې پورې کۀ تۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې.“
او دا دوېم ځل وو. د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه بيا تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر، اوس چې تۀ زما نه څۀ هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى. زۀ به تا له زما نيمه بادشاهى هم درکړم.“
هر هغه څوک چې سترګې وروځې وهى هغه کږې وَږې منصوبې جوړوى، او څوک چې خپلې شونډې مروړى نو هغه په غلطو منصوبو سر شوى وى.
خو د هيروديس د سالګرې په ورځ د هيرودياس لور د مېلمنو په وړاندې داسې وګډېدله او هيروديس دومره زيات خوشحاله شو
د مور په وينا هغې ووئيل چې، ”ما له دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړه.“