5 هيروديس به هغه مړ کړے وو خو د خلقو نه يرېدلو ځکه چې خلقو هغه نبى ګڼلو.
کله چې يهويقيم بادشاه، او د هغۀ ټولو فوجيانو او آفسرانو د اورِياه خبرې واورېدلې، نو بادشاه د هغۀ د قتلولو کوشش وکړو. خو کله چې اورِياه واورېدل نو د يرې نه مِصر ته وتښتېدلو.
نو بيا تاسو بهر د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ د يو نبى ليدلو ته؟ آو، رښتيا چې د يو نبى نه هم څۀ ډېر لوئ.
او کۀ دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
ځکه چې کله چې يحيىٰ تاسو ته د سمې لارې د ښودلو دپاره راغلو نو تاسو پرې يقين ونۀ کړو، خو محصولچيانو او کنجرو پرې ايمان راوړو. خو سره د دې چې تاسو دا وليدل، تاسو پښېمانه نۀ شوئ او هغه مو ونۀ منلو.
خو کۀ چرې مونږ ووايو چې د انسانانو د طرف نه وه، نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى ځکه چې هغوئ دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله.
په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى.