4 په دې وجه چې يحيىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د دې سره نِکاح کول په تا حرام دى.“
ناتن داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ هغه سړے يې. مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ما تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړې او د ساؤل نه مې بچ کړې.
هغۀ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ هغۀ ته فرمايم چې د هغه سړى د وژلو نه پس، د هغۀ په جائيداد قبضه هم کوې څۀ؟ هغۀ ته ووايه چې زۀ داسې فرمايم، په کوم ځائ کښې چې سپو د نبوت وينه وڅټله نو سپى به هلته ستا وينه هم وڅټى.“
بدکاران هيڅ بېهيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.
کوم خلق چې شريعت ماتوى نو په دې کار سره د بدکارانو صِفت کوى، خو هغه څوک چې د شريعت تابعدارى کوى نو هغوئ د شريرانو مخالفت کوى.
د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.
نو بيا يرمياه پېغمبر دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته په يروشلم کښې ورکړو.
د خپلې ورندارې سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د خپل ورور سپکاوے دے.
کۀ يو سړے خپله ورنداره وادۀ کړى او ورور يې ژوندے وى، نو هغوئ به بېاولاده مړۀ شى. هغۀ يو ناپاکه کار کړے دے او هغۀ د خپل ورور سپکاوے کړے دے.
او يحيىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د خپل ورور د ښځې سره نِکاح کول په تا حرام دى.“