Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 14:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 14:3
18 Iomraidhean Croise  

کله چې يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے په قېدخانه کښې د مسيح د کارونو نه خبر شو، نو خپل يو څو مريدان يې ورولېږل چې د عيسىٰ نه دا تپوس وکړى چې،


خو د هيروديس د سالګرې په ورځ د هيرودياس لور د مېلمنو په وړاندې داسې وګډېدله او هيروديس دومره زيات خوشحاله شو


هرکله چې عيسىٰ واورېدل چې يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته واپس راغلو.


نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“


ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو. ځکه چې هيروديس بادشاه اوس پخپله د هيرودياس سره وادۀ کړے وو.


نو په دې وجه د هغۀ ښځې هيرودياس ورسره کينه لرله او غوښتل يې چې هغه قتل کړى خو کولے يې نۀ شو،


د هغې لور دننه راغله او ګډه شوه او هيروديس او د هغۀ مېلمانۀ دومره خوشحاله شول چې بادشاه جينۍ ته ووئيل، ”څۀ چې غواړې وې غواړه، نو زۀ به يې درکړم.“


عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”خبردار د فريسيانو او د هيروديس د خمبيرې نه ځان وساتئ.“


هم په دغه وخت کښې ځينې کسانو عيسىٰ د هغه ګليليانو په حقله خبر کړو چې پيلاطوس هغوئ د خُدائ په کور کښې ووژل کله چې هغوئ قربانى کوله.


په هم دغه وخت يو څو فريسيان راغلل او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”تۀ د دې ځايه ووځه او لاړ شه ځکه چې هيروديس ستا د وژلو نيت کړے دے.“


بيا هيروديس او د هغۀ سپاهيانو د هغۀ سپکاوے وکړو او بې‌عزته يې کړو او په ځلېدونکو جامو کښې يې پيلاطوس له واپس ولېږلو.


او چې د دې نه خبر شو چې عيسىٰ د هيروديس د حکومت اختيار لاندې دے نو هغۀ دا مقدمه هيروديس له ولېږله څوک چې په خپله په هغه ورځو کښې د يروشلم په دوره وو.


د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو.


او يوانه چې د هيروديس د خُوزا نومې ناظر ښځه وه او سوسناه او نورې ډيرې ښځې چې په خپل مال دولت يې د هغوئ خرچه کوله.


تقريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه د جماعت څۀ خلق ونيول او ظلم زياتے يې ورسره شروع کړو.


په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan