2 نو هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ”بېشکه چې دا بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے. هغه د مړو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم د زمکې په مخ بل څوک د يحيىٰ بپتسمه ورکونکى نه لوئ نشته خو بيا هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د ټولو نه کمزورے کس د هغۀ نه لوئ دے.
هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، څۀ دې الياس ګڼى، او څۀ نور دې اوس هم يرمياه يا د نبيانو نه يو ګڼى.“
په دغه ورځو کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے چې د يهوديه په بيابان کښې يې دا بيان کولو چې،
نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
هغوئ جواب ورکړو، ”څوک دې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ، او څوک دې الياس، او څوک دې د نبيانو نه يو نبى ګڼى.“
اوس ګورنر هيروديس هم د دې هر څۀ په حقله خبر شو او په سوچ کښې ډوب شو ځکه چې ځينې خلقو دا وئيل چې يحيىٰ بيا د مړو نه راژوندے شوے دے.
ګڼ خلق ورله راغلل او هغوئ وئيل چې، ”يحيىٰ مونږ ته يوه معجزه هم نۀ وه ښکاره کړې، خو هغۀ چې څۀ د دې سړى په حقله وئيلى وُو هغه رښتيا دى.“